یکشنبه, اگست 2, 2026
Homeکورپاڼهد دوبۍ د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ؛ګټونکو ته له ۳.۳ میلیونه ډالرو...

د دوبۍ د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ؛ګټونکو ته له ۳.۳ میلیونه ډالرو ډېرې جایزې ورکول کېږي

د دوبۍ د قرآن کریم نړیوالې جایزې (Dubai International Holy Quran Award – DIHQA) د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د ۲۹م پړاو اعلان کړی چې د نارینه او ښځینه حافظانو لپاره به په کې له ۳.۳ میلیونه ډالرو ډېرې نغدي جایزې ووېشل شي.

د سیالیو د اعلان له مخې، د نارینه‌وو د برخې لومړي مقام ګټونکي ته یو میلیون ډالر، دویم مقام ته ۱۰۰ زره ډالر او درېیم مقام ته ۵۰ زره ډالر ورکول کېږي.

د ښځینه حافظانو د سیالیو لپاره هم ورته جایزې ځانګړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، تر دې دمه د نړۍ له ۱۲۰ هېوادونو څه باندې ۱۲ زره حافظانو د ګډون لپاره نوملیکنه کړې او لا هم دوام ولري.

ټاکل شوې د سیالیو منتخب ګډونوال د دوبۍ په لویو جوماتونو کې د تراویحو د لمانځه امامت هم وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here