یکشنبه, اگست 2, 2026
Homeافغانستانکرزی: پاکستان دې د افغان محصلینو د ویزو او استوګنې ستونزه هواره...

کرزی: پاکستان دې د افغان محصلینو د ویزو او استوګنې ستونزه هواره کړي او اکاډمیک چلند دې ورسره وکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان محصلینو د ځورونې او د هغوی د ویزو د نه تمدید په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ بللي دي.

کرزي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان محصلینو د استوګنې او ویزو موضوع له نورو مسایلو جلا وګڼي، ځکه په وینا یې، دغه محصلین یوازې د زده‌کړو او خپلو تحصیلي پروګرامونو د بشپړولو لپاره پاکستان ته تللي دي.

هغه ټینګار کړی چې له افغان محصلینو سره باید د اکاډمیکو اصولو او نړیوالو تعلیمي دودونو له مخې چلند وشي، څو وکولای شي خپلې زده‌کړې له ستونزو پرته بشپړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان د سیاسي اړیکو له خرابېدو راهیسې پاکستان د افغان محصلینو ویزې نه تمدیدوي، له لیلیې یې وباسي او حتی د شړلو له خطر سره مخ دي.

محصلین هم وایي، کله چې پاکستان ویزه نه ورکوي او نه یې تمدیدوي نو بیا ولې د دوی لپاره د زده کړو پروګرامونه اعلانوي او پوهنتونونو کې یې غوښتنلیکونه مني.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here