نن د زمري اوومه د افغانستان د ملي بیرغ ورځې په نوم لمانځل کېږي. که څه هم د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د پخواني درې رنګه ملي بیرغ کارول محدود شوي، خو له هېواده بهر یو شمېر افغانان لا هم دا ورځ لمانځي او درې رنګه بیرغ د خپل ملي هویت نښه بولي.
په ورته وخت، په هېواد دننه هم ډېری افغانان درې رنګه بیرغ د افغانستان د ملي بیرغ په توګه ارزښتناک ګڼي او ورسره خپل تړاو څرګندوي.
د افغانستان د ملي بیرغ ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلیزې د نمانځلو په درشل کې اعلان شوه. له همغه وخت راهیسې به هر کال د زمري اوومه په هېواد کې د ملي بیرغ د ورځې په توګه د رسمي مراسمو، غونډو او پروګرامونو له لارې نمانځل کېده.
د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان د پخواني حکومت درې رنګه بیرغ په رسمي ادارو کې ځای له لاسه ورکړ او د طالبانو سپین بیرغ د هغوی له لوري د افغانستان د رسمي بیرغ په توګه وکارول شو.
د بشري حقونو ځینو بنسټونو او فعالانو په تېرو کلونو کې راپور ورکړی چې د درې رنګه بیرغ د پورته کولو یا کارولو له امله ځینې کسان له فشارونو او نیولو سره مخ شوي، خو د طالبانو حکومت بیا د بیرغ او ملي نښو په اړه خپل دریځ لري.

