سه شنبه, جولای 28, 2026
Homeکورپاڼهبلوچستان نوشکي؛ د پاکستاني ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د نښتو له امله...

بلوچستان نوشکي؛ د پاکستاني ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د نښتو له امله بازار وتړل شو

د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په غریب‌آباد سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، له لومړني برید وروسته د غریب‌آباد ترڅنګ په بدل کاریز، کلي فقیران او شاوخوا سیمو کې هم د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

راپورونه وایي، د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د نوشکي بازار تړل شوی او په سیمه کې د خلکو تګ راتګ محدود شوی دی.

تر اوسه د دغو نښتو د مرګ‌ژوبلې یا احتمالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او پاکستاني چارواکو هم د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here