سیمهییزې سرچینې وايي، په بدخشان ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیحالله امیري نن سهار د ناپېژاندووسلهوالو په ډزو کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، امیري نن سهار د دندې پر لور روان و چې د فیضآباد بهارک سیمه کې د موټرسایکل سپرو وسلهوالو له برید سره مخشو.
د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ذبیحالله امیري وژل شوی او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې په بدخشان کې امنیتي پېښې ډېرې شوي او په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت یوشمېر مخالفو وسله والو هم سر راپورته کړی.

