دوشنبه, جولای 27, 2026
Homeافغانستانمیا افتخار حسین: پاکستان د افغانستان په حکومتونو کې لاسوهنه کړې او...

میا افتخار حسین: پاکستان د افغانستان په حکومتونو کې لاسوهنه کړې او ۴۵ کاله یې ترهګري پاللې

د عوامي نیشنل ګوند د خیبرپښتونخوا ایالتي مشر میا افتخار حسین د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسۍ سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد باید خپلې تېروتنې ومني.

نوموړي ادعا وکړه چې پاکستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د ترهګرۍ پالنه کړې او په همدې موده کې یې د افغانستان په چارو او حکومتونو کې لاسوهنه کړې ده.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد د بېلابېلو افغان حکومتونو په جوړېدو کې له امریکا سره همکاري کړې او د طالبانو د واک ته رسېدو په بهیر کې یې هم رول لوبولی دی.

هغه د دوحې د سولې خبرو ته په اشارې وویل چې د افغانستان د هغه وخت ولسمشر اشرف غني په دغو خبرو کې له ګډون لېرې ساتل شوی و، خو امریکا او پاکستان له طالبانو سره د افغانستان د روغې جوړې خبرې کولې.

میا افتخار حسین زیاته کړه، کله چې طالبان کابل ته داخل شول، د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید کابل ته ولاړ او د چایو پیاله په لاس یې دا د خپلې بریا په توګه وښوده. د هغه په وینا، که طالبان د پاکستان په ملاتړ واک ته رسېدلي وي، نو اوس باید اسلام‌اباد د ناامنۍ پړه یوازې پر هغوی وانه چوي، بلکې خپلې پالیسۍ دې هم وارزوي.

د عوامي نیشنل ګوند دغه مشر له افغانستان سره د لارو پر تړل کېدو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دې پرېکړې تر ټولو ډېر زیان د خیبرپښتونخوا بزګرانو او سوداګرو ته رسولی دی.

د نوموړي په خبره، د سیمې د خلکو کرنیز محصولات د بازار د نشتوالي له امله خراب شوي، خو حکومت یې زیان له پامه غورځولی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here