د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د آسیا سیمهییز فورم (ARF) د وزیرانو په غونډه کې ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان يا ټيټيپي او د بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي.
نوموړي ویلي، د پاکستان له افغان طالبانو یوازېنۍ غوښتنه دا ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.
ډار زیاته کړه، که د طالبانو حکومت خپلې ژمنې عملي کړي، نو د سویلي او منځنۍ اسیا په کچه به د سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او اقتصادي پرمختګ لپاره پراخ فرصتونه برابر شي.
هغه د آرف له غړو هېوادونو هم وغوښتل چې د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغانستان د خاورې د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو او سیمهییز امنیت ته د ګواښونو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
د يادونې وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی؛ خو د طالبانو حکومت هر کله دا ادعاوې رد کړې او په پاکستان کې یې روان کړکېچ د دوی داخلي ستونزه بللې ده.

