پنجشنبه, جولای 23, 2026
Homeافغانستاند راتلونکې اوونۍ لپاره؛د افغانستان د سېلابونو او لوړې تودوخې خبرداری

د راتلونکې اوونۍ لپاره؛د افغانستان د سېلابونو او لوړې تودوخې خبرداری

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې، د معتبرو نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۵ کال د زمري له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې د افغانستان د طبیعي خطرونو اوونیزه وړاندوینه خپره کړې ده.

د راپور له مخې، په تېرو ۳۰ ورځو کې د هېواد په ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د باران د زیاتوالي له امله د غیر عادي وچکالۍ وضعیت له منځه تللی او په شمالي او مرکزي لوړو سیمو کې هم د وچوالي نښې کمې شوې دي.

د وړاندوینې له مخې، د اعتبار په موده کې به په ختیځو او سوېل‌ختیځو ولایتونو کې له ۲۵ تر ۵۰ میلی‌مترو پورې منځنی او دروند ورښت وشي، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د شدیدو او منځنیو سېلابونو د راوتلو خطر موجود دی، خو د هېواد په نورو سیمو کې به هوا تر ډېره وچه پاتې شي.

راپور زیاتوي چې د جولای له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې به د هېواد په لوېدیځو، ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د اعظمي تودوخې درجه د نورمال په پرتله له یو تر څلورو سانتي‌ګرادو ټیټه وي، خو په سوېلي ولایتونو کې به د هوا اعظمي تودوخه لا هم د ۴۰ څخه تر ۴۵ سانتي‌ګرادو پورې وي او د لوړې ګرمۍ دوام به وکړي.

ادارې یادونه کړې چې په خپره شوې نقشه کې یوازې هغه سیمې ښودل شوې دي چې د طبیعي خطرونو د رامنځته کېدو احتمال پکې موجود وي، او عادي ورښتونه او تودوخه پکې نه دي شامل شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here