راپورونه وايي، د بلوچستان د کلات ولسوالۍ اړوند د بدرنګ په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو د پاکستان د پوځ پر یوه پوځي کمپ برید کړی دی.
ځایي سرچینې وایي، د برید پر مهال د سیمې له بېلابېلو برخو د سختو ډزو او څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
تر اوسه د برید د څرنګوالي، د احتمالي مرګژوبلې، اوښتو مالي زیانونو او د بریدګرو د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
تر دې دمه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی او پاکستاني چارواکو هم د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

