د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر سهیل آفریدي د مرکزي حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هر هغه اقدام به د ده له مخالفت سره مخ شي چې د ایالت او خلکو ګټو ته زیان ورسوي.
سهیل آفریدي په خپلو څرګندونو کې ویلي: «زه له هر هغه سیاست سره مخالف یم چې زما ایالت او زما خلکو ته زیان رسوي، او د هغه پر وړاندې درېږم.»
نوموړي ټینګار کړی چې د خیبر پښتونخوا د حقونو او ګټو ساتنه به یې لومړیتوب وي او د هغو پرېکړو مخالفت به کوي چې د ایالت پر خلکو منفي اغېز ولري.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په پاکستان کې د مرکزي حکومت د پالیسیو او د ایالتونو د غوښتنو ترمنځ اختلافات او سیاسي ترینګلتیا لا هم دوام لري.

