پنجشنبه, جولای 16, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:افغانستان، ایران او تاجکستان ګډ ترانسپورتي دهلېز جوړوي

د طالبانو حکومت:افغانستان، ایران او تاجکستان ګډ ترانسپورتي دهلېز جوړوي

د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې افغانستان، ایران او تاجکستان د یوه ګډ ترانسپورتي دهلېز پر جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي.

یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ په اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د ایران د مشهد ښار په درې‌اړخیزه غونډه کې شوې ده.

د وزارت په وینا، د نوي دهلېز له فعالېدو سره به د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له خاورې د ټرانزیټ او لېږد لپاره کارول کېږي، چې د سیمه‌ییزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د مشهد غونډه د درېیو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا، د ترانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو لارو د اسانتیا په موخه جوړه شوې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here