د امریکا پوځ اعلان کړی چې د جولای د ۱۴مې نېټې د شپې په ۱۰ بجو یې پر ایران د هوايي بریدونو یوه نوې لړۍ بشپړه کړې ده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ يا سنټکام په وینا، په دې عملیاتو کې د هرمز تنګي ته نږدې او د ایران په ساحلي سیمو کې لسګونه پوځي هدفونه په نښه شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکايي جنګي الوتکو، بېپیلوټه الوتکو او سمندري بېړیو د اوو ساعتونو عملیاتو پر مهال د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو اډې، سمندري پوځي وړتیاوې او ساحلي دفاعي سیستمونه د دقیقو وسلو په وسیله ویشتلي دي.
امریکايي پوځ ویلي، د دغو بریدونو هدف د ایران د هغو وړتیاوو کمزوري کول دي چې د سوداګریزو بېړیو او ملکي عملو لپاره ګواښ بلل کېږي.
اعلامیه زیاتوي چې دا عملیات په هماغه ورځ ترسره شول چې امریکايي ځواکونو د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د تلونکو او راوتونکو بېړیو پر وړاندې سمندري بندیز بېرته پیل کړ.

