یکشنبه, جولای 12, 2026
Homeکورپاڼهشهباز شریف:د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني...

شهباز شریف:د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني پر مړینې ډېر خواشینی یم

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

شهباز شریف ویلي، مرحوم شیخ حمد یو ستر مشر او سیاستوال و چې د هغه هوښیارۍ، لرلید او د ولسي خدمت ژمنتیا قطر په یوه عصري، بډایه او نړیوال درناوي وړ هېواد بدل کړ.

هغه زیاته کړې چې د قطر د خلکو د هوساینې، سیمه‌ییزې سولې، پرمختګ او نړیوالې همکارۍ لپاره د پخواني امیر هڅې به د نسلونو لپاره په یاد پاتې شي.

د پاکستان لومړي وزیر د قطر اوسني امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د آل ثاني کورنۍ، د قطر حکومت او خلکو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي چې پاکستان په دې غم کې له قطر سره ولاړ دی.

شهباز شریف ویلي، پاکستان به تل د مرحوم پلار امیر له مینې، مهربانۍ او د پاکستان لپاره د هغه له ځانګړې پاملرنې څخه یادونه کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here