د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د ده د ترور هر ډول هڅه وشي او ایران پکې ښکېل وبلل شي، متحده ایالات به د غبرګون په توګه ایران په بشپړه توګه ویجاړ او له منځه یوسي.
ټرمپ دا څرګندونې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې او ټینګار یې کړی چې امریکا د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې د قاطع ځواب ورکولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
هغه ویلي: «که زما د ترور هڅه وشي، امریکا به ایران په بشپړه توګه ویجاړ او نابود کړي.»
د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي او په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او پوځي کړکېچونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

