سه شنبه, جولای 7, 2026
Homeافغانستانامريکا کې؛د افغان کډوال نذير پکتياوال د مړینې تازه جزیات خپاره شوي؛...

امريکا کې؛د افغان کډوال نذير پکتياوال د مړینې تازه جزیات خپاره شوي؛ خو د خلکو نوې پوښتنې يې راولاړې کړې

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) په توقیف کې د مړ شوي افغان کډوال محمد نذیر پکتیاوال د مړینې سند ښيي چې نوموړی د شدید حساسیت او د تنفسي ستونزو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

پکتیاوال د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۴مه د ټکساس ایالت د ډالاس ښار په یوه روغتون کې مړ شو.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو د هغه مړینه یوه ناڅاپي پېښه بللې وه، خو د مړینې د سند له خپرېدو وروسته د پېښې د څرنګوالي په اړه نوې پوښتنې راپورته شوې دي.

د افغان ایواک سازمان او د امریکا د کانګرس دوو غړو له اړوندو ادارو غوښتي چې د جسد د معاینې بشپړ راپور خپور کړي، څو د مړینې د اصلي لامل او د پېښې د ټولو اړخونو په اړه روڼتیا رامنځته شي.

د افغان ایواک سازمان مشر ویلي، د پکتیاوال کورنۍ غواړي معلومه کړي چې کوم عامل د شدید حساسیت سبب شوی، دا ماده څنګه د هغه بدن ته داخله شوې او ولې د مړینې په سند کې د پېښې نېټه له هغه وخت سره سمون نه خوري چې نوموړی نیول شوی و.

تر اوسه امریکايي چارواکو د دغو پوښتنو په اړه تازه رسمي وضاحت نه دی ورکړی، او د پکتیاوال د مړینې قضیه لا هم د څېړنې او عامه پام وړ موضوع بلل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here