د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ختیځې مدیترانې د سیمهییز دفتر له مشرې، ډاکټر حنان بلخي، او مل پلاوي سره د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې د سعودي عربستان د پاچا محمد بن سلمان د بشري مرستو او مرستندویو چارو مرکز استازي، د یونیسف د سیمهییز دفتر مشر او همدارنګه د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون کړی و.
د لیدنې پر مهال د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د روغتیايي ادارو ترمنځ د همغږۍ او د پولیو ضد واکسین د پروګرامونو د لا اغېزمن تطبیق په اړه بحث وشو.
خلیفه سراجالدین حقاني پلاوي ته ډاډ ورکړ چې حکومت به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هر ډول همکاري وکړي.
هغه وویل، اوس په افغانستان کې د امنیت له پلوه داسې شرایط رامنځته شوي چې روغتیايي ادارې کولی شي خپلې چارې په پراخه کچه ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، افغانان لا هم د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي او روغتیايي خدمتونه د بشري مرستو مهمه برخه جوړوي، نو ځکه اړتیا ده چې په دې برخه کې ګډې هڅې او همکارۍ زیاتې شي او د دغو خدمتونو په وړاندې کولو کې سیاسي ملاحظات خنډ نه شي.

