د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي وسله والې ډلې(BLA) ادعا کړې چې د بلوچستان په پانوان سیمه کې یې د پاکستان د ساحلي ګارډ پر یوه کمپ د موټر بم برید کړی، چې له امله یې لسګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دې ډلې د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې ویلي، په برید کې لږ تر لږه ۳۰ پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د ادعا له مخې، برید د یوه ځانمرګي موټر بم له لارې ترسره شوی دی.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې د برید یوه ویډیو هم خپره کړې، خو د دې ادعاوو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.
تر اوسه د پاکستان پوځ د یاد برید په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د تلفاتو په اړه یې هم څه نه دي ویلي.

