شنبه, جولای 4, 2026
Homeکورپاڼهجماعت‌الاحرار:له ټي‌ټي‌پي مو لاره بېله کړه او له وروسته خپلواک فعالیت ترسره...

جماعت‌الاحرار:له ټي‌ټي‌پي مو لاره بېله کړه او له وروسته خپلواک فعالیت ترسره کوو

جماعت‌الاحرار وسله‌والې ډلې اعلان کړی چې نور به له تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) څخه په جلا توګه فعالیت کوي او خپل پخوانی خپلواک تنظیمي جوړښت یې بېرته فعال کړی دی.

د دې ډلې ویاند اسد منصور په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه پرېکړه د ډلې د مشرانو له اوږدو سلا مشورو وروسته شوې او له دې وروسته به جماعت‌الاحرار د ۲۰۲۰ کال له اګسټ وړاندې د خپلواک تنظیم په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، ډله به د عمر خراساني تر نوم او فکر لاندې خپلې چارې پر مخ وړي او د خپلو پوځي او سیاسي پرېکړو واک به په خپلواکه توګه ترسره کوي.

جماعت‌الاحرار ادعا کړې چې پخوا یې د وسله‌والو ډلو د یووالي په موخه له ټي‌ټي‌پي سره یوځای کېدل منلي وو، خو د دوی په خبره، دا همکاري د باور ماتونې او داخلي ستونزو له امله ناکامه شوه او د ډلې مهم مشران، د خالد خراساني په ګډون، پکې له لاسه ورکړل شول.

اعلامیه زیاتوي، که څه هم ډلې د نورو اختلافاتو د پراخېدو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره زغم کړی و، خو د غړو پر ضد د دوامدارو اقداماتو له امله یې د جلا فعالیت پرېکړه کړې ده.

د جماعت‌الاحرار مشرانو ټینګار کړی چې د پاکستان په کچه به د خپل اعلان شوي منشور له مخې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

تر اوسه تحریک طالبان پاکستان د جماعت‌الاحرار د دې پرېکړې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here