پنجشنبه, جولای 2, 2026
Homeکورپاڼهد امنیتي ګواښونو له امله؛مجتبی خامنه‌یي د خپل پلار د جنازې په...

د امنیتي ګواښونو له امله؛مجتبی خامنه‌یي د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې ګډون نه کوي

د هند لپاره د ایران استازي ویلي، چې د امنیتي اندېښنو له امله به د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي د خپل پلار، ایت‌الله علي خامنه‌یي، د جنازې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د هند استازي، آیت‌الله حکیم الهي، د انډیا ټودی ټلوېزیون ته ویلي، د ایران د مشرانو پر وړاندې د اسرائیلو دوامداره ګواښونه د دې پرېکړې اصلي لامل دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د اسرائیلو د دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، ګواښ کړی و چې مجتبی خامنه‌یي د مرګ لپاره په نښه شوی دی.

ایران د دې ګواښ په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې د خپلو مشرانو پر وړاندې هر ډول راتلونکی ګواښ به له قوي ځواب سره مخ شي.

ایت‌الله علي خامنه‌یي د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر وړاندې د جګړې په پیل کې د امریکا او اسرائیلو په هوایي بریدونو کې په نخښه او ووژل شو او ويل کېږي چې د راتلونکې پنجشنبې ورځ یې د تدفين مراسم ترسره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here