پنجشنبه, جولای 2, 2026
Homeکورپاڼهد نيويارک د مسلمان ښاروال د واک ۱۰۰ ورځې؛مهمې ټاکنیزې ژمنې لا...

د نيويارک د مسلمان ښاروال د واک ۱۰۰ ورځې؛مهمې ټاکنیزې ژمنې لا هم نه دي عملي شوې

د امریکا د نیویارک مسلمان ښاروال، زهران ممداني، د خپلې دندې د پیل له سلو ورځو وروسته د لویې ولسي غونډې په جوړولو سره خپل کاري بهیر لمانځي، خو راپورونه ښيي چې د هغه څو مهمې ټاکنیزې ژمنې لا هم نه دي پوره شوې.

د راپور له مخې، د کورونو د کرایو کنګلولو، د وړیا عامه بسونو او د ټولو لپاره د ماشومانو د پالنې (Childcare) د برابرولو ژمنې تر اوسه بشپړې نه دي عملي شوې.

په همدې موده کې یوازې د دوو کلونو ماشومانو لپاره د وړکتون په یوه نوي پروګرام کې شاوخوا ۲ زره ځایونه برابر شوي دي.

سره له دې، د ممداني ادارې ځینې لاسته راوړنې هم یادې کړې دي.

په دغو کې د ښار په یوه روغتون کې د زندانیانو لپاره د ۱۰۴ بستریزې ځانګړې څانګې پرانیستل، د ښاروالۍ د کارکوونکو د ماشومانو لپاره د وړیا پالنې ازمایښتي پروګرام او له ایالتي حکومت څخه د ۱.۵ میلیارد ډالرو اضافي مالي مرستې ترلاسه کول شامل دي.

ټاکل شوې چې ښاروال د خپلې واکمنۍ د سلو ورځو د بشپړېدو په مناسبت له ښاروالۍ کارکوونکو، اوروژونکو او ښوونکو سره ځانګړې غونډه ترسره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here