سه شنبه, جون 30, 2026
Homeکورپاڼهاحمد الشرع:هېواد مو د بهرنیو دسیسو او د نورو د موخو د...

احمد الشرع:هېواد مو د بهرنیو دسیسو او د نورو د موخو د پلي کېدو ډګر نه دی

د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، سوریه نه د بهرنیو دسیسو د ازمایښت ځای دی او نه هم داسې ډګر چې د نورو هېوادونو او لورو هیلې او موخې پکې عملي شي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې د سوریې ملي حاکمیت، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا د معاملې وړ نه ده او هېواد به يې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې د خپلو ملي ګټو دفاع وکړي.

د سوریې ولسمشر زیاته کړې، د هېواد راتلونکی باید د سوریې د خلکو له ارادې سره سم وټاکل شي او هېڅ بهرنی لوری باید د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here