سه شنبه, جون 30, 2026
Homeکورپاڼهکارولين ليويت:له ایران سره ډیپلوماسۍ ته ژمن یو؛ خو هر برید به...

کارولين ليويت:له ایران سره ډیپلوماسۍ ته ژمن یو؛ خو هر برید به پوځي ځواب ولري

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولين ليويت ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره له ایران سره د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل ژمنه لري؛ خو په عین حال کې خبرداری ورکوي چې د امریکا پر ګټو هر ډول برید به په پوځي ځواب وځپل شي.

نوموړې زیاته کړې چې واشنګټن له تهران څخه غواړي چې له امریکا سره یوې موافقې ته ورسېږي، او ټینګار یې کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی، که اړتیا شي، د امریکا پوځي ځواک وکاروي.

د سپینې ماڼۍ د وياندې په وینا، د ډیپلوماسۍ دروازې لا هم پرانیستې دي، خو د امریکا امنیتي ګټې او سرتېري به د هر ډول ګواښ پر وړاندې جدي دفاع شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here