هند د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د هوايي بریدونو کلک غندنه کړې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت دا ښکاره یرغل د افغانستان پر خپلواکۍ برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ بللی دی.
ياد وزارت ویلي چې دا کړنه د پاکستان د بېپروا چلند دوامداره بېلګه ده او د خپلو داخلي ستونزو د پټولو لپاره له پولو هاخوا د تاوتریخوالي یوه بېپروا هڅه ده.
دغې وزارت د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، د ټپیانو د ژر روغتیا هیله یې کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا له قاطع ملاتړ ټینګار کړی.

