یکشنبه, جون 28, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:د سعودي عربستان د چورلکې لوېدو خواشيني کړي يوو

د طالبانو حکومت:د سعودي عربستان د چورلکې لوېدو خواشيني کړي يوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د چورلکې د لوېدو په پېښه کې د ۱۴ کسانو د مړینې له امله د سعودي حکومت، خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د دغه وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، په اېکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغانستان دا پېښه خواشینوونکې بولي او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.

نوموړي د وژل شویو کسانو لپاره د رحمت او مغفرت دعا کړې او د هغوی خپلوانو ته یې د صبر او زغم هیله څرګنده کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here