جمعه, جون 26, 2026
Homeافغانستاند روغتيا نړيوال سازمان:په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د روږدو د...

د روغتيا نړيوال سازمان:په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د روږدو د درملنې او بیارغونې ملاتړ ته دوام ورکوو

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په افغانستان کې به د نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیارغونې پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د نشه‌یي توکو کارونه لا هم د افغانستان له مهمو روغتیايي او ټولنیزو ستونزو څخه دي.

د نشه‌یي توکو د ناوړه استفادې او ناقانونه قاچاق پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت ياد سازمان ویلي چې اوس مهال په ۱۰ ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې ۱۱ مرکزونه او ۱۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعال دي.

د دغه سازمان په وینا، یاد مرکزونه د اعتیاد درملنه، د رواني روغتیا خدمتونه او له درملنې وروسته د ناروغانو ملاتړ برابروي.

همداراز د ښځو، ماشومانو او تنکیو هلکانو لپاره ځانګړي خدمات هم وړاندې کېږي.

دې سازمان ویلي چې په کابل، کندهار او هلمند کې نور د درملنې مرکزونه او ګرځنده طبي ټیمونه هم فعالیت لري، چې سلګونه کسان پکې د بیارغونې او رواني مشورې خدمات ترلاسه کوي.

دغه سازمان د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او تخنیکي ملاتړ له لارې د درملنې پروګرامونه هم پیاوړي کوي.

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د تریاکو له لویو تولیدوونکو څخه دی او دغه راز د جګړو، بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او بې‌ځایه کېدو له امله د نشه‌یي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here