جمعه, جون 26, 2026
Homeافغانستانهند:د نړیوال سوداګریز نندارتون لپاره ۲۰۰ افغان سوداګرو ته د ګډون بلنه...

هند:د نړیوال سوداګریز نندارتون لپاره ۲۰۰ افغان سوداګرو ته د ګډون بلنه ورکوو

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ د پراختیا ادارې چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګونې اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د غونډې پر مهال هندي لوري ژمنه کړې چې افغانستان ته به په رسمي ډول د هند په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړي او شاوخوا ۲۰۰ افغان سوداګرو او پانګوالو ته به د ګډون زمینه برابره کړي.

دواړو لورو همداراز په نړیوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د حضور پر پراخولو او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here