د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د خلیج د همکارۍ شورا د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي، هغه څه چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهملیک په پنځمه ماده کې پرې هوکړه شوې، د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د تنظیم بنسټ به وي.
دغه وزارت یاده ګډه اعلامیه مداخله کوونکې، غیرمسؤلانه او پاروونکې بللې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي: «د امریکا دا ادعا چې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو امنیت ته ژمنه ده، له تشو شعارونو او د حقیقت له تحریف پرته بل څه نه دي.»
په اعلامیه کې د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د سیمې د امنیت په اړه په خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي، او ټینګار شوی چې ګډ امنیت د بهرنیو لاسوهنو پرته هم تامین کېدای شي.

