د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې ایران به خپلې ازادې شوې یا له کنګل حالت څخه ایستل شوې شتمنۍ د امریکايي کرنیزو محصولاتو د پېرلو لپاره وکاروي.
قالیباف ویلي، د ایران مالي شتمنۍ د هېواد ملي سرمایه ده او د هغو د لګولو په اړه پرېکړه د ایران د ملي ګټو او اړتیاوو له مخې کېږي، نه د نورو هېوادونو د غوښتنو پر بنسټ.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران اقتصادي او مالي پالیسۍ د هېواد د خپلو لومړیتوبونو پر اساس تنظیمېږي او تهران د خپلو شتمنیو د مصرف په اړه د بهرنیو لورو شرطونه نه مني.

