جمعه, جون 26, 2026
Homeکورپاڼهامریکا؛په منځني ختیځ کې د خپل پوځي حضور د بدلون ارزونه کوي

امریکا؛په منځني ختیځ کې د خپل پوځي حضور د بدلون ارزونه کوي

وال سټریټ ژورنال وايي، امریکا په منځني ختیځ کې د خپل پوځي حضور د بیا تنظیمولو پر طرحه کار کوي او دا احتمال ارزوي چې د خلیج له ځینو هېوادونو څخه د خپلو اډو او پوځي عملیاتو یوه برخه اسرائیلو ته ولېږدوي.

راپور زیاتوي، د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په بحرین کې د امریکا یوې مهمې سمندري اډې ته د ایران د بریدونو له امله اوښتي زیانونه تر هغو ډېر پراخ دي چې واشنګټن په رسمي ډول اعلان کړي دي.

د راپور له مخې، امریکا د بحرین د خپلې پوځي اډې د بیارغونې تر څنګ په کوېټ او سعودي عربستان کې د خپل پوځي حضور د کمولو امکان هم ارزوي.

ویل کېږي، د دې احتمالي بدلون موخه دا ده چې د امریکا د ځینو پوځي اډو او عملیاتو ځای د سیمې لوېدیځ لوري ته ولېږدول شي، څو د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له مستقیم ګواښ څخه لرې وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here