جمعه, جون 26, 2026
Homeافغانستانله کابل څخه؛وروستی وتلی امریکايي قوماندان له دندې ګوښه کېږي

له کابل څخه؛وروستی وتلی امریکايي قوماندان له دندې ګوښه کېږي

ټاکل شوې چې د امریکا د ځمکنیو ځواکونو د اروپا او افریقا قوماندان، جنرال کریسټوفر ډوناهیو، د جولای په دویمه نېټه له خپلې دندې لرې شي.

نوموړی هماغه امریکايي جنرال دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې یې د کابل له هوايي ډګره د وروستي امریکايي سرتېري په توګه وتل د نړۍ پام ځانته واړاوه.

د راپورونو له مخې، ډوناهیو له څه مودې راهیسې د امریکا د دفاع وزیر، پېټ هېګسېت، سره د نظر د اختلافونو له امله تر فشار لاندې و.

ویل کېږي چې د دفاع وزارت پرېکړه کړې، نوموړی به له ټاکلي وخت مخکې خپله دنده پرېږدي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دا اقدام د هېګسېت د هغه اصلاحاتي پلان برخه ده چې موخه یې د امریکا په پوځ کې د جګپوړو جنرالانو او سمندري قوماندانانو شمېر کمول دي.

ډوناهیو په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د ۸۲مې هوايي لېوا قوماندان و او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستیو عملیاتو کې یې مهم رول ترسره کړ.

د کابل په هوايي ډګر کې پوځي الوتکې ته د هغه د ختلو انځور د امریکا د شل کلن پوځي حضور د پای یوه تاریخي نښه بلل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here