د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ د احمدوال په سیمه کې، د پټلۍ (فهاټک) ترڅنګ پر کوټه ـ تفتان لویه لاره وسلهوالو کسانو پر شپږو هغو موټرو برید کړی چې پاکستاني پوځیانو ته یې اکمالات کول.
تر دې وړاندې هم د نوشکي د «مَل» په سیمه کې پر همدې لویه لاره د تېلو ټانکر (بوزر) په ګډون څلور نورې موټرې په نښه او له منځه وړل شوې وې.
بلخوا، نن د مستونګ ولسوالۍ د شیخ واصل په سیمه کې وسلهوالو د څو ساعتونو لپاره پر کوټه ـ تفتان لویه لاره چاپه اچولې وه، چې پر مهال یې اووه ټرېلر موټرې تر خپلې ولکې لاندې نیولې وې.
د دغو بریدونو او لاربندۍ مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو راپورونه وایي چې یاده لویه لاره له تېرو دوو میاشتو راهیسې د بلوڅ لیبریشن آرمي (BLA) د فعالیتونو او نفوذ تر اغېز لاندې ده.

