پنجشنبه, جون 25, 2026
Homeکورپاڼهامریکا؛وینزویلا ته د درنو زلزلو له امله د مرستو او ژغورنې ډلې...

امریکا؛وینزویلا ته د درنو زلزلو له امله د مرستو او ژغورنې ډلې لېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د وینزویلا د وروستیو سختو او مرګونو زلزلو وروسته، واشنګټن د مرستو او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.

هغه وویل چې د ویرجینیا د فېرفکس کاونټي او د لاس انجلس څخه د لټون او ژغورنې ډلې وینزویلا ته استول کېږي او نورې ډلې به هم ورزیاتې شي.

روبیو زیاته کړه چې په اوس وخت کې تر ټولو مهمه اړتیا د خلکو ژغورل دي، ځکه ډېرې ودانۍ نړېدلې دي او خلک تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي. د همدې لپاره د خاورې او ویجاړیو د لېرې کولو لپاره پراخو مرستو ته اړتیا ده.

هغه همدارنګه وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بېړنیو حالاتو د غبرګون ډلې فعالې شوې دي او بشري مرستې هم پیل شوي دي. د هغه په وینا، امریکا مخکې هم په جمیکا کې د توپان وروسته ورته عملیات په بریالیتوب ترسره کړي وو او اوس هم د ورته مرستو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here