پنجشنبه, جون 25, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛بنو کې د دوو ډلو شخړه کې پنځه کسان وژل شوي

خیبر پښتونخوا؛بنو کې د دوو ډلو شخړه کې پنځه کسان وژل شوي

د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په شاهري بهرت سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ رامنځته شوې شخړه په وسله‌واله نښته بدله شوې چې له امله یې پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، شخړه په لفظي لانجې پیل شوې وه، خو وروسته دواړو لورو وسلې وکارولې او ډزې وشوې.

په پېښه کې یوه ښځه، د هغې دوه زامن او یو بل کس ځای پر ځای وژل شوي وو، او دوه نور کسان ټپیان شوي وو.

چارواکي وایي، له ټپیانو څخه یو تن وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله مړ شو، چې ورسره د وژل شویو شمېر پنځو ته ورسېد.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونه او ژغورونکې ډلې سیمې ته ورغلې، مړي او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي او د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here