د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، سویس د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته د ۱.۵ میلیونه سویسي فرانکو چې شاوخوا ۱.۹۵ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
اوچا د سویس له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه مالي ملاتړ به هغو افغانانو ته د مرستو رسولو په بهیر کې ولګول شي چې ژوند یې د بېلابېلو بحرانونو او ناڅاپي پېښو له امله اغېزمن شوی دی.
د یادې ادارې په وینا، د سویس دوامداره ملاتړ د اړتیا لرونکو خلکو لپاره د هیلې او مرستې زمینه برابروي.

