د خپرو شویو راپورونو له مخې ادعا شوې چې د اسراییل استخباراتي ادارې «موساد» پلان درلود چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير هغه مهال هدف وګرځوي چې نوموړی د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو لپاره په سویس کې موجود و.
په دغو راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت د دې ادعا شوې پلان په غبرګون کې اسراییل ته پیغام لېږلی او خبرداری یې ورکړی: که زموږ پلاوي ته زیان ورسول شي، سخت غبرګون به وښودل شي.
تر اوسه پورې د دې ادعاوو په اړه د اسراییل یا پاکستان له لوري رسمي تایید نه دی شوی.

