پنجشنبه, جون 25, 2026
Homeکورپاڼهمسعود پزشکيان:هېواد مو اوس نړۍ کې ځواکمن او باعزته پېژندل کېږي

مسعود پزشکيان:هېواد مو اوس نړۍ کې ځواکمن او باعزته پېژندل کېږي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي چې د ایران وسله‌والو ځواکونو د امریکا او اسراییل د بریدونو پر وړاندې داسې ځواب ورکړ چې د ده په وینا، دواړو هېوادونو یې تمه نه درلوده.

پزشکیان ويلي چې ایران اوس په نړیواله کچه د یو ځواکمن او باعزته هېواد په توګه پېژندل کېږي.

هغه زیاته کړې: «دښمنانو فکر کاوه چې اسلامي جمهوریت به په درې ورځو کې له منځه یوسي او خپل لاسپوڅي به پر ځای کړي، خو زموږ ځواکونو داسې حماسه جوړه کړه چې هغوی یې تصور هم نه شو کولی.»

ولسمشر پزشکيان ویلي چې د جګړې په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران څخه د بشپړې تسلیمۍ غوښتنه کړې وه، خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو خبرو اترو بهیر روان دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here