د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اړه د جګړې واکونو د پرېکړهلیک په رایه اچونه کې د ځینو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د دریځ بدلون وستایه او ویې ویل چې دې بدلون د پرېکړې پایله بدله کړه.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي، چې د امریکا سنا لومړی د ۵۰ پر وړاندې ۴۸ رایو سره مخالفه پایله لرله، خو وروسته د سناتورانو رند پال او بیل کاسیډي د رایو له بدلون وروسته پایله د ۵۰ پر وړاندې ۴۷ موافقو رایو ته واوښته.
هغه د سنا د اکثریت مشر جان ټون او یو شمېر نورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا رایه ایران ته یو روښانه خبرداری دی.

