د اسراییل د دفاع وزیر اسرایل کاتز ویلي چې هېواد به یې حتا د امریکا د غوښتنې په صورت کې هم له سویلي لبنان څخه خپل ځواکونه ونه باسي.
کاتز د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې اسراییلي سرتېري به په یادو سیمو کې پاتې شي، په داسې حال کې چې د سیمې اوسېدونکي به له دغو ځایونو بهر وي.
د هغه په وینا، په سیمه کې ګڼې ودانۍ او هغه تاسیسات ویجاړ شوي چې اسراییل یې امنیت ته ګواښ بللي دي.
نوموړي زیاته کړې چې اسراییل نه غواړي پخوانی وضعیت بیا تکرار شي، ځکه د ده په خبره، په تېرو کلونو کې په ورته سیمو کې د ملکي وګړو د حضور تر څنګ د وسلوالو فعالیتونو او پر اسراییلي ځواکونو د بریدونو پېښې شوې وې.
د اسراییل دفاع وزیر ادعا کړې چې په دغو سیمو کې اوس نه ملکي اوسېدونکي شته او نه هم وسلهوال، او ټینګار یې کړی چې د امنیتي دلایلو له مخې به اسراییلي ځواکونه خپل حضور ته دوام ورکړي.

