د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ادعا کړې چې اوکراین د ملکي زیربناوو پر ضد د بریدونو له زیاتولو سره هڅه کوي د روسیې د انرژۍ سکټور او ګرځندوی صنعت ته زیان ورسوي.
پوتین د روسیې د حکومت له غړو سره په یوه غونډه کې ویلي چې مسکو د بېلابېلو معلوماتي لارو داسې راپورونه ترلاسه کړي چې له مخې یې کییف غواړي د مهمو تاسیساتو په نښه کولو سره د انرژۍ په برابرولو کې ستونزې رامنځته او د هېواد پر ګرځندویي فصل منفي اغېز وکړي.
نوموړي دا هم ویلي چې اوکراین له جګړهییزو ناکامیو او د ځینو سیمو له لاسه ورکولو وروسته، د غیرنظامي هدفونو د برید تګلاره خپله کړې ده.
د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې روسي ځواکونه لا هم په جګړه کې پرمختګ کوي او په همدې دلیل اوکراین هڅه کوي د ملکي زیربناوو پر ضد د بریدونو له لارې پر روسیې دننه فشار زیات کړي.
پوتین د دفاع وزارت او امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
هغه همداراز له حکومتي ادارو غوښتي چې د دغو بریدونو د احتمالي اغېزو د کمولو او شنډولو لپاره نور احتیاطي تدابیر هم عملي کړي.

