د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي چې هېواد یې باید په راتلونکو پنځو کلونو کې هر کال لږ تر لږه دوه نوې جنګي بېړۍ جوړې کړي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د راپور له مخې، کیم دا څرګندونې د یوې نوې جنګي بېړۍ د اوبو ته د ښکته کولو په مراسمو کې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې راتلونکې بېړۍ باید د «چو هیون» په څېر شاوخوا پنځه زره ټنه وزن ولري.
راپور زیاتوي چې دغه جنګي بېړۍ په تېرو ۱۴ میاشتو کې بېلابېلې عملیاتي ازموینې په بریالیتوب سره ترسره کړې او اوس د هېواد د سمندري ځواکونو د فعالې بېړۍ په توګه په خدمت کې شامله شوې ده.
کیم جونګ اون همداراز اعلان کړی چې د «کانګ کاون» په نوم د بلې جنګي بېړۍ او د لس زره ټنه وزن لرونکو لویو پوځي کښتیو د جوړولو پلان هم روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې د «کانګ کاون» بېړۍ تېر کال د اوبو ته د ښکته کولو د مراسمو پر مهال تر یوې برخې واوښته او زیانمنه شوه؛ خو وروسته ترمیم او بېرته جوړه شوه.

