د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې د آزاد کشمیر په روان کړکېچ او ترینګلي وضعیت کې د منځګړیتوب رول ادا کولو پرېکړه یې کړې ده.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د “جوائنټ پبلک ایکشن کمېټې” چې د راپورونو له مخې بندیز پرې لګېدلی، مشرانو، سردار عمر عزیز، خواجه مهران اډوکېټ او شوکت نواز میر، په یوه لاسلیک شوې لیک کې ترې د منځګړیتوب غوښتنه کړې وه.
مولانا فضل الرحمان له دې کمېټې غوښتنه کړې چې خپلې احتجاجي ناستې لغوه کړي او ورته یې ویلي چې هغه وخت ته اړتیا لري څو له حکومتي چارواکو سره اړیکه ټینګه کړي او د خبرو اترو بهیر پیل کړي.
هغه همداراز له کمېټې غوښتي چې له نورو احتجاجي اقداماتو ډډه وکړي څو د خبرو او حل لپاره زمینه برابره شي.
نوموړي ویلي چې دا د منځګړیتوب پرېکړه یې ځکه منلې چې د کشمیر خرابېدونکی وضعیت د کشمیر خلکو او د پاکستان خلکو دواړو لپاره د اندېښنې سبب ګرځېدلی دی.

