سه شنبه, جون 23, 2026
Homeکورپاڼهمايک والتز:ایران به د اټومي انرژۍ نړيوال پلټونکو ته تهران ته د...

مايک والتز:ایران به د اټومي انرژۍ نړيوال پلټونکو ته تهران ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مايک والتز ویلي چې ایران به د اټومي انرژۍ نړیوالو پلټونکو ته اجازه ورکړي چې بېرته ایران ته ستانه شي، او دا یې د یوې پراخې پروسې لومړی ګام بللی دی.

هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا بهیر د ایران له پخواني اټومي تړون (برجام) سره پرتله کړ او ویې ویل چې د پخواني تړون له مخې ایران پر پلټنو ډېر کنټرول درلود.

والټز ویلي:«د اوباما د دورې له ایران سره د تړون بله ستونزه دا وه چې ایران کولای شول وټاکي چې پلټونکي کومو ځایونو ته ولاړ شي.»

د امریکا سفیر په ملګرو ملتونو کې څرګنده کړې چې ډاډ لري پلټنې به هر وخت او هر ځای ترسره شي.

هغه ټینګار کړی چې دا تفاهم‌لیک لا هم یوازې یو چوکاټ دی او وروستۍ هوکړه نه ده.

والټز ویلي:«دا یو ۱۴ مادو لرونکی تفاهم‌لیک دی. د هغه جزئیات—که د هغو ځایونو په اړه وي چې پلټونکي ورته تللی شي، د تګ وخت او شرایط وي، یا دا چې کنګل شوې شتمنۍ به څنګه کنټرولېږي—همدا اوس د خبرو اترو په حال کې دي.»

هغه زیاته کړې:«د دغو جزئیاتو ډېره برخه به په تخنیکي مذاکراتو کې حل او فصل شي.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here