د افغانستان لومړنی ستورمزلی او د هېواد د فضايي تاریخ مخکښ شخصیت، عبدالاحد مومند، د ۶۷ کلونو په عمر د جرمني په شتوتګارډ ښار کې ومړ.
د هغه د کورنۍ د معلوماتو له مخې، نوموړی له څه مودې راهیسې د سرطان ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې و او د یکشنبې په ورځ یې ساه ورکړه.
د ژوند پیل او زده کړې
عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ کال کې د غزني ولایت د سردې په کلي کې وزېږېد.
لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي، وروسته د غزني په سلطان شهابالدین ښوونځي او بیا د کابل په حبیبیې لېسه کې ترسره کړې.
له هغې وروسته یې د کابل پولي تخنیک انسټیټیوټ کې زده کړې پیل کړې، خو د پیلوټۍ د لوړو زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته ولاړ.
هغه د هوايي چلونې په برخه کې درې کلنې زده کړې بشپړې کړې او هېواد ته تر ستنېدو وروسته یې د ۱۹۸۱ او ۱۹۸۴ کلونو ترمنځ د بګرام په هوايي اډه کې د پوځي پیلوټ په توګه دنده ترسره کړه.
وروسته د لوړو زده کړو لپاره د اوکراین د کییف هوايي انجینرۍ پوهنتون ته واستول شو.
فضا ته د سفر تاریخي بریا
مومند د شوروي فضايي پروګرام له سختو ازموینو بریالی راووت او د فضايي سفر لپاره غوره شو.
نوموړي د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۲۹مه د «میر» فضايي مرکز پر لور خپل تاریخي سفر پیل کړ او د سپتمبر په اوومه بېرته ځمکې ته راستون شو.
هغه نږدې ۹ ورځې په فضا کې تېرې کړې او د ستورو فزیک، طب او بیولوژۍ اړوند څېړنیزو تجربو کې یې برخه واخیسته.
همدارنګه یې له فضا څخه د افغانستان انځورونه واخیستل او علمي معلومات یې راټول کړل.
قرآن کریم او پښتو ژبه په فضا کې
عبدالاحد مومند لومړنی مسلمان ستورمزلی و چې فضا ته یې له ځان سره قرآن کریم یووړ او هلته یې تلاوت وکړ.
د هغه بل تاریخي ویاړ دا و چې له فضايي مرکز څخه یې خپلې مور سره په پښتو ژبه ټیلیفوني اړیکه ونیوله.
د همدې خبرو له امله پښتو د نړۍ څلورمه ژبه وګرځېده چې په فضا کې ویل شوې وه.
له هېواده کډوالي
مومند د ۱۹۹۲ کال د کورنیو جګړو پر مهال له افغانستانه ووت او له خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډوال شو.
نوموړي هلته د شتوتګارډ پوهنتون د فضايي څېړنو په انسټیټیوټ او ځینو خصوصي شرکتونو کې هم کار کړی و.
د افغانانو لپاره یو تلپاتې ویاړ
عبدالاحد مومند د افغانستان د علمي او فضايي تاریخ یو روښانه نوم و.
هغه د داسې نسل استازی و چې د جګړو او ستونزو ترمنځ یې نړیوالو علمي ډګرونو ته لاره وموندله او د افغانستان نوم یې فضا ته ورساوه.
د هغه مړینه نه یوازې د کورنۍ لپاره، بلکې د افغانستان د علمي او اکاډمیکې ټولنې لپاره هم ستره ضایعه بلل کېږي.
نوموړی به د افغانستان د فضايي سفر د مخکښ او د پښتو ژبې د نړیوال استازي په توګه تل یاد ساتل کېږي.

