د بلوچستان د اسمبلۍ غړي فضل قادر مندوخېل ادعا کړې چې د پاکستان پوځ د افغانستان د پخواني جمهوري نظام زرګونه پخواني سرتېري بلوچستان ته انتقال کړي او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې ځای پر ځای کړي دي.
مندوخېل چې د جمعیت علمای اسلام غړی دی، د بلوچستان اسمبلۍ په یوه غونډه کې یې ویلي چې په دغه ایالت کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
هغه ادعا کړې چې د اشرف غني د حکومت د وخت زرګونه سرتېري د ده سیمې ته انتقال شوي او له خپل حکومت یې پوښتنه کړې چې ولې دغه کسان د افغانستان پولې ته نږدې سیمو ته راوستل شوي او هلته مېشت کړل شوي دي.
خو د اسمبلۍ په غونډه کې له نوموړي د ادعا د اثبات لپاره ثبوتونه غوښتل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بلوچانو د یووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوچ هم له زندانه په یوه لیک کې په بلوچستان کې له پاکستاني ځواکونو سره د افغان پخواني پوځ د ځینو سرتېرو د فعالیتونو ادعا کړې وه او له امله یې د بلوچ او افغانانو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

