چهارشنبه, سپتمبر 2, 2026
Homeامنیتسپاه‌پاسداران: عربي هېوادونه دې امریکايي ځواکونه وباسي، که نه نو د بریدونو...

سپاه‌پاسداران: عربي هېوادونه دې امریکايي ځواکونه وباسي، که نه نو د بریدونو هدف به وګرځول شي

د ایران د سپاه‌پاسداران د سیاسي مرستیال جنرال یدالله جواني عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو هېوادونو امریکايي ځواکونه وباسي، که نه نو له سخت پوځي غبرګون سره به مخ شي.

جواني ویلي، عربي هېوادونو ته «غوره ده چې امریکایان له خپلو هېوادونو وباسي او خپلې پوځي اډې بېرته واخلي.»

هغه زیاته کړې چې د ایران پوځ ثابته کړې چې د ایران پر ضد د بریدونو لپاره له هرې سیمې د کار اخیستو په صورت کې څنګه پرېکنده ځواب ورکړي.

جواني په ځانګړي ډول کوېټ، بحرین او اردن یاد کړي او ویلي یې دي چې ایران به په خپل ضد د بریدونو په صورت کې له یادو هېوادونو غچ واخلي.

د سپاه پاسداران جنرال خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ بیا زیات شو او په ځینو عربي هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د ایران د بریدونو هدف وګرځېدې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here