سه شنبه, سپتمبر 1, 2026
Homeافغانستانیو‌اېن‌ډي‌پي: د ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې مو د پخلنځیو په ګډون...

یو‌اېن‌ډي‌پي: د ختیځ زلزله ځپلو سیمو کې مو د پخلنځیو په ګډون د بیارغونې ګڼې پروژې عملي کړي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ۲۰۲۵ کال له زلزلې وروسته یې په ختیځ افغانستان کې د زیانمنو خلکو د ملاتړ او سیمو د بیارغونې لپاره د کورونو، روغتیا، اوبو، برېښنا او کرنې په برخو کې بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.

د یو‌اېن‌ډي‌پي د معلوماتو له مخې، د سویلي کوریا په مالي ملاتړ ۲۰۵ زلزله‌مقاومه ودانۍ جوړې شوي چې ۲۰۳ یې د زیانمنو کورنیو لپاره د استوګنې کورونه او دوه یې روغتیايي مرکزونه دي.

دغه اداره وايي، د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې د خطرونو د کمولو لپاره یې هم ساتندویه پروژې پلې کړې چې ۳۵ کورونه او شاوخوا ۷۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې خوندي کړې ده.

همداراز د اوبو د یوه سیستم له رغولو سره شاوخوا ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه بېرته د اوبو لګولو لپاره فعاله شوې او د سیمې د اوبو رسولو شبکه هم رغول شوې ده.

د برېښنا په برخه کې د سُتن درې ۳۴۰ کیلوواټه د لمریزې او اوبیزې برېښنا ګډه شبکه هم فعاله شوه چې د شاوخوا ۱۲ زره کسانو لپاره د برېښنا زمینه برابروي.

یو‌اېن‌ډي‌پي وايي، د زلزلې له امله شاوخوا ۸۶.۲ میلیونه ډالره زیان او د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د بیارغونې ۱۸۱.۱ میلیونه ډالرو اړتیا اټکل شوې ده.

د زلزلې له اغېزمنو خلکو سره د خوړو په برخه کې هم مرسته شوې؛ په کونړ او ننګرهار کې ۲۴ ټولنیزو پخلنځیو د ۵۲۸ زیان‌منو کورنیو ۳ زره ۶۹۶ کسانو ته ۳۳۲ زره ۶۴۰ وخته خواړه برابر کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here