چهارشنبه, سپتمبر 2, 2026
Homeامنیتامریکا د ایران پر دوو تېل لېږدوونکو بېړیو برید کړی

امریکا د ایران پر دوو تېل لېږدوونکو بېړیو برید کړی

امریکا د ایران د تېلو دوه لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړي دي.

اکسیوس راپور ورکړی چې دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې «بېړۍ په بدل کې بېړۍ» تګلارې لومړنی عملي اقدام دی.

امریکايي چارواکي وايي، دغه بریدونه د هرمز تنګي له لارې پر سوداګریزو بېړیو د ایران د سپاه پاسداران د بریدونو په غبرګون کې شوي دي.

په دې عملیاتو کې شاوخوا ۱۰۰ هدفونه هم په نښه شوي دي.

ایران تراوسه د دغې پېښې د تایید او غچ اخیستنې په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here