چهارشنبه, سپتمبر 2, 2026
Homeافغانستاناتریش یو بل افغان مجرم کابل ته ولېږه

اتریش یو بل افغان مجرم کابل ته ولېږه

د اتریش د کورنیو چارو وزارت وايي، یو ۲۶ کلن افغان وګړی د اګست په ۳۱مه له ویانا د استانبول له لارې کابل ته ایستل شوی دی.

د وزارت په وینا، د هغه د بېرته ستنولو بهیر په ټوله لار کې څارل شوی و.

د اتریش چارواکي وايي، دغه افغان په اتریش کې درې ځله په جرمونو کې ښکېل شوی او د جدي مالي او نشه‌يي توکو اړوند جرمونو له امله یې له دوه نیمو کلونو زیات بند تېر کړی و.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي، د نوموړي په دوسیه کې د پولیسو ۲۰ ثبت شوې پېښې هم موجودې وې.

ویل کیږي، دغه کس له هغو افغانانو و چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې په ویانا کې د افغانستان د ادارې د یوه پلاوي له لوري د افغان وګړي په توګه پېژندل شوی و چې له مخې یې افغانستان ته د مستقیم بېرته ستنولو زمینه برابره شوې ده.

د وزارت په وینا، اتریش د جرمني ترڅنګ په اروپا کې له هغو هېوادونو دی چې افغانستان ته یې مستقیمې ستنېدنې بېرته پیل کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here