د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي ونس ویلي چې د سویس د مذاکراتو په پیل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له لوري د روغبړ او لاس نه ورکولو موضوع یې بېاحترامي نه ده ګڼلې.
ونس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په وروستیو میاشتو کې یې له ایراني چارواکو سره ډېر وخت په خبرو اترو تېر کړی او ځینې وختونه یې هغوی مبهم او پېچلي مذاکره کوونکي بللي دي.
هغه زیاته کړې چې له لنډې مطبوعاتي ناستې وروسته دواړو لورو څو ګټورې غونډې ترسره کړې او د لومړنۍ لیدنې تر پای وروسته یې شاوخوا نهه ساعته نورې هم خبرې وکړې.
د امریکا د ولسمشر مرستیال و
ویلي، کله چې د مذاکراتو د پرېښودو اوازې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، بیا هم خبرو دوام وکړ او د پرمختګ احساس موجود و.
ونس رسنیو ته سپارښتنه کړې چې د ایران په ټولنیزو شبکو کې خپرېدونکو معلوماتو ته په احتیاط وګوري، ځکه د ده په وینا، د مذاکراتو بهیر د هغو راپورونو په پرتله ډېر متفاوت و.

