دوشنبه, جون 22, 2026
Homeکورپاڼهامریکا؛د ایران د نفتو او پتروشیمي محصولاتو صادرات په موقتي ډول له...

امریکا؛د ایران د نفتو او پتروشیمي محصولاتو صادرات په موقتي ډول له بندیزونو معاف کړل

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د ایران د نفتو او پتروشیمي محصولاتو صادرات به د یوې ځانګړې اجازې له مخې په لنډمهالي ډول له بندیزونو معاف وي.

د امریکا حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایراني اصله خامو نفتو، پتروشیمي محصولاتو او نورو نفتي تولیداتو لېږد او پلور به د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې د بندیزونو له محدودیتونو مستثنا وي.

د خبرپاڼې له مخې، دا معافیت د ټاکلې مودې لپاره نافذ دی او د ایران د انرژۍ سکتور اړوند صادرات په کې شامل دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here